په ټاکنو کې د ۱۲ زره تلاشی کوونکو ښځو امنیت د هغوی محارم ساتی

- ۰۴ سنبله ۱۳۹۸

mandegarد راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۲ زره ښځې له خپلو محرمو سره د تلاشۍ لپاره ګمارل کېږی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، دغه ښځې به په موقت ډول د ټول هېواد په کچه ګمارل کېږی، خو ۱۲ زره محرمان به‌یې بیا د دغو ښځو د خوندیتوب لپاره ورسره بوخت وی.
د دغه کمېسیون ویاند ذبیح سادات د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۰۴» ازادی راډیو ته وویل چې د ښځو دا شمېر د ښځو چارو وزارت له لوری ورپېژندل شوی دی.
ښاغلی سادات زیاتوی: «۱۲ زره ښځې او ۱۲ محرمان‌یې چې ټولټال ۲۴ زره کسان کېږی، دا د ښځو چارو وزارت له لوری معرفی شوی چې د ټاکنو په ورځ به د تلاشی کوونکو په توګه د ټاکنو له کمېسیون سره همکاری وکړی.»
دغه کمېسیون وایی، هره هغه مېرمن چې د ټاکنو په پروسه کې د تلاشی کوونکې په توګه همکاری کوی امتیازات هم ورته په پام کې نیول شوی دی، خو دغه امتیازات د دوی د محرمانو لپاره نه‌دی.
له دې سره په دغه پروسه کې د رأی ورکولو د مرکزونو بندوالی او له لوړ امنیتی ګواښ سره مخ کېدل هغه څه دی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون‎یې اندېښمن کړی دی.
د دغه کمېسیون په خبره، دا مهال د امنیتی بنسټونو له لوری ورته یوازې د ۴۹۰۰ مرکزونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړل شوی دی.
تر دې وړاندې دغه کمېسیون امنیتی بنسټونو ته د ۷۳۷۳ مرکزونو وړاندیز کړی وو، خو د امنیتی بنسټونو له لوری ورته د ۵۳۷۳ مرکزونو د امنیت ډاډ ورکړل شو چې دا شمېر هم بالاخره ۴۹۰۰ ته راښکته شو.
د کورنیو چارو وزارت بیا وایی چې د ښځینه پولیسو د کموالی له امله اړ دی چې له ملکی ښځو په دې پروسه کې همکاری وغواړی.
دغه وزارت وایی، انتخاباتو ته په نږدې ورځو کې به د تلاشۍ او پلټنو لپاره ښځو ته روزنې ورکړل شی.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمی د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل: «تاسو پوهېږئ چې په ټول هېواد کې موږ درې نیم زره ښځینه پولیسې لرو، خو دا کفایت نه‌کوی، ځکه د دوی ترڅنک به د ولسی جرګې په انتخاباتو کې چې کومو ښځو د تلاشۍ په برخه تجربه درلوده، له هغوی به دا ځل هم ګټه اخیستل کېږی او دا کار د ښځو چارو وزارت په همغږۍ شوی دی.»
پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا د حکومت له دغه پرېکړې هرکلی کوی، خو وایی چې د تلاشۍ لپاره د ښځو له محرمانو دې هم د انتخاباتو په پروسه کې کار واخیستل شی، ترڅو دا پروسه خوندی او پیاوړې شی.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسی جرګې د انتخاباتو پر مهال د رأی ورکولو په مرکزونو کې د ښځو لپاره د تلاشۍ او اسانتیاوو له نشتوالی خلکو شکایتونه کړی وو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.