د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس یوې کمېټې زلمی خلیلزاد احضار کړی

- ۲۲ سنبله ۱۳۹۸

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس یوې کمېټې زلمی خلیلزاد احضار کړی او غواړی پوښتنې ترې وکړی.
د کانګرس دغه استماعیه غونډه د سپټمبر نولسمې راتلونکې پنجشنبې ته پلان شوې ده.
د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې رئیس ایلیوټ اینګل پرون وویل، د ټرمپ ادارې له دې چې خلیلزاد یې د خپلو فعالیتونو په اړه د خلکو استازو ته د جزیاتو له ورکولو لېرې ساتلی، ستړی شوی یوو.
هغه د ټرمپ اداره ملامته کړه چې عام امریکایان یې هم د سولې د پروسې په اړه بې خبره ساتلی دی.
خلیلزاد همدا سپټمبر په لومړیو ورځو او د فبرورۍ او اپرېل میاشتو کې هم کانګرس ته ورغوښتل شوی، خو کانګرس ته د خلیلزاد د ورتلو غوښتنې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا رد شوې وې.
د افغانستان سولې او ثبات لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد داسې وخت کانګرس ته احضار شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شنبه له طالبانو سره د امریکا خبرې پای ته رسېدلې اعلان کړې.
هغه له طالب مشرانو سره د مریلیند ایالت په کمپ ډېوېډ کې خپله لیدنه هم لغوه کړه.
د امریکا د متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګس پرون په اوونیزه غونډه کې خبریالانو ته غږېده او د افغانستان په اړه یې هم ځینې پوښتنې ځواب کړې چې یوه یې د خلیلزاد په اړه وه او دا چې له دې وروسته څه کېږی؟ وویل: سفیر خلیلزاد همدلته په واشنګتن کې دی او همدا [خبره] هغه پوښتنه ځوابوی چې هغه چېرته دی؟ زموږ په باور که شاته وګورو او ووینو، هغه څه چې په شااوخوا نهو میاشتو یا نږدې یوه کال کې وشول، موږ یې په اړه له دې سټیجه غږېدلی یوو، مهمه دا ده چې وګورو ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلو ټاکنیزو مبارزو پر مهال ټینګار کړی چې هدف یې په افغانستان کې سولې ته رسېدل او له هغه ځایه کور ته زموږ د سرتېرو راوستل دی، دا هدف لا هم پر ځای پاتې، ولسمشر په دې اړه له بهرنیو چارو وزیر څخه کار غوښتی او د بهرنیو چارو وزیر هم غواړی چې د ولسمشر د هدف لپاره خدمت وکړی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هم تأیید کړه چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د فرمان له مخې له طالبانو سره خبرې پای ته رسېدلې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.