غزنی کې لسګونو کسانو د ولسی خلکو پر وژل کېدو اعتراض وکړ

- ۰۷ میزان ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د جنوبی ولایت غزنی لسګونو اوسېدونکو په خواجه عمری ولسوالۍ کې په یوه هوایی برید کې د ولسی خلکو پر وژل کېدو اعتراضی لاریون وکړ.
لاریون کوونکی د دولت او بهرنیو ځواکونو پرضد شعار ورکاوه او ددغې ولسوالۍ په ده حاجی کلی کې د وژل شویو شپږو کسانو مړی له ځان سره د غزنی مرکز ته راوړی وو.
اعتراض کوونکو ویل چې دغه کسان ملکیان دی او تېر ماښام د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوی دی.
غزنی ښار ته له ننوتو وړاندې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ شخړه هم شوې چې د پولیسو په ډزو کې څلور کسان ټپیان شوی دی.
اعتراض کوونکو ونه ویل چې په برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې که نه، خو د غزنی والی وحیدالله کلیمزی وایی، په دغه برید کې پنځه مخالفان هم وژل شوی دی.
ښاغلی کلیمزی ازادی راډیو ته وویل چې پېښه به څېړل کېږی او وروسته به یې په اړه پرېکړه وشی.
د دولتی او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ولسی مرګ ژوبلې په وروستیو میاشتو کې ډېر اعتراضونه راپارولی.
د ښکېلو غاړو ترمنځ د جګړې توندېدو سره د ولسی مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده. که څه هم حکومت په وار وار ملکیانو ته د تلفاتو اوښتو د مخنیوی ژمنه کړې، خو ښکاری چې لا هم دغه ستونزه موجوده ده.
د دولت نیوکه دا ده چې طالبان له عامو خلکو او د هغوی له کورونو د سپر او د ځان د خوندیتوب لپاره کار اخلی او همدا لامل کېږ چې ولسی مرګ ژوبله رامنځته شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.