- ۰۵ قوس ۱۳۹۸
د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټی انټرنشنل) د افغانستان پر حکومت غږ کړی چې د بشری حقونو هغه دوه فعالان ژر خوشې کړی چې د لوګر ولایت په ځینو ښوونځیو کې له زدهکوونکو د جنسی استفادې په اړهیې افشاګرۍ کړې دی.
امنسټی انټرنشنل پرون دوشنبه (نومبر ۲۵مه) په یوه اعلامیه کې هم ویلی، د لوګر ولایت دغه دوه فعالان موسی محمودی او احسانالله حمیدی د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۲۱مه) د ملی امنیت لهخوا نیول شوی دی.
دغې نړیوالې ادارې، د دغو فعالانو نیول د نړیوالو قوانینو سرغړاوی بللی.
د دغه سازمان د جَنوبی اسیا د برخې مرستیال عمر وړایچ پرون شپه ازادی راډیو ته وویل، چارواکو د جنسی استفادې د عاملینو د نیولو پر ځای هغه کسان نیولی چې په دې اړهیې غږ پورته کړی دی.
ښاغلی وړایچ وویل، د افغانستان حکومت باید دغه کسان ژر تر ژره له کوم قید او شرط پرته خوشې کړی.
دی زیاتوی: «دا د نړیوالو قوانینو په اساس د افغانستان له مکلفیتونو سرغړونه ده. دا یو جرم نهدی چې له جنسی ځورونو پرده پورته شی. چارواکی باید د ماشومانو د جنسی ځورونې پر ضد ګام پورته کړی. تحقیقات دې وکړی چې څه شوی. د دې کار عاملین دې پیدا او محاکمه کړی. هغوی د دې ټولو پر ځای په هغو کسانو پسې ګرځی چې له دې ځورونو یې پرده پورته کړې ده.»
د بخښنې نړیوال سازمان پرون په اعلامیه کې لیکلی چې موسی محمودی او احسانالله حمیدی د اروپایی ټولنې له سفیر سره د لیدنې لپاره روان و چې د ملی امنیت لهخوا ونیول شول.
د افغانستان د ملی امنیت ریاست وایی چې په دې اړه به ژر خپل رسمی دریځ روښانه کړی.
یوې امنیتی سرچینې چې د رسمی خبرو اجازهیې نهدرلوده ازادی راډیو ته د نوم د نهاخیستلو په شرط وویل، د لوګر دغو دوو مدنی فعالانو ته ډېر زیات ګواښونه متوجې و او هغوی اوسمهال د ملی امنیت ادارې لهخوا ساتل کېږی.
د لوګر د والی ویاند دیدار لونګ د فرانسې خبری اژانس ته ویلی، محمودی نیول شوی او دا وروسته له هغه شوی چې خلکو له حکومته وغوښتل څو دی ونیسی او د لوګر په ښوونځیو کې د زدهکوونکو د ځورونې د ادعاوو په اړه ترې تحقیقات وکړی.
د لوګر د مدنی ټولنې رئیس موسی محمودی څه باندې ۱۰ ورځې وړاندې له ځینو رسنیو سره هغه تحقیقات شریک کړی و چې پهکې ادعا شوې د لوګر په شپږو ښوونځیو کې له ۵۴۶ نارینه زدهکوونکو ناوړه جنسی استفاده شوې ده.
محمودی ادعا کړې چې په دې ناوړه استفاده کې ښوونکی هم ښکېل دی.
د بخښنې نړیوال سازمان د جَنوبی اسیا د برخې مرستیال وویل چې له دوی سره ګڼو هغو مدنی فعالانو شکایتونه ثبت کړی چې د بېلابېلو قضیو په خاطر ورته د مرګ ګواښونه شوی.
هغه وویل که په افغانستان کې مدنی فعالانو ته د ګواښونو لړۍ همداسې دوام وکړی، دا به په نړیواله کچه د افغانستان د دولت حیثیت زیانمن کړی.
ولسمشر محمد اشرف غنی په لوګر کې د ښوونځیو د ځینو زدهکوونکو د جنسی استفادې د ادعاوو د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی.
د لوګر والی محمد انور اسحقزی پرون ازادی راډیو ته وویل، څېړنې روانې دی خو تر اوسه کومه قضیه نهده مستند شوې.
ښاغلی اسحقزی زیاته کړه چې د بېلابېلو ولایتونو د وکیلانو په شمول د پارلمان یو پلاوی هم د دغې موضوع د څېړلو لپاره لوګر ته راغلی او له زدهکوونکو د معارف د ټولو ادارو له چارواکو سرهیې لیدلی دی.
هغه وویل: «دا داسې یوه موضوع ده چې د معارف ټولې کورنۍ ته ضرر رسوی. دا داسې موضوع ده چې هېڅ جبران کېږی نه. که دا ادعا خدای مهکړه ثابته شی، مجرمینیې باید عدلی او قضایی ارګانونو ته وسپارل شی.»
اسحقزی وویل چې شخصاً خبر نهدی چې د لوګر مدنی فعالان موسی محمودی او احسانالله حمیدی نیول شوی دی.
د افغانستان د بشری حقونو کمېسیون هم په لوګر کې پر زدهکوونکو د جنسی تېری په اړه خپور شوی تحقیق زړه بوږنوونکی بللی دی.
Comments are closed.