قطــر ته د خلیــلزاد سفــر؛ د سـولې شــورا چــارواکــی د ســولې هــوکـــړې لاسلیکېـــدو ته هیــله منــد دی

- ۱۷ جدی ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د سولې عالی شورا وایی، قطر ته د زلمی خلیل زاد تازه سفر به د سولې د هوکړې لاسلیکولو ته زمینه برابره کړی.
دوحې ته د ښاغلی خلیل زاد تازه سفر د افغانستان د سولې په عالی شورا کې هم دا ذهنیت پیاوړی کړی چې ممکن دا ځل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شی.
د سولې د عالی شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د سه شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د ده د معلوماتو پر بنسټ طالبان د جګړې او تاوتریخوالی له کمولو سره توافق کوی.
ښاغلی دین محمد وویل: «د تاوتریخوالی کموالی د سولې د هوکړې لاسلیک او دغه راز بین الافغانی مذاکراتو ته لاره خلاصوی. څومره چې زه پوهیږم، د اوربند رسمی اعلان به طالبانو ته ګرانه خبره وی، خو د تاوتریخوالی د کموالی خبره به ومنی.»
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوری وایی، د افغانستان دولت هیله لری چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهایی شی او کومه هوکړه چې ترلاسه کیږی د افغانستان د ملی ګټو او د خلکو د غوښتنو خلاف نه وی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد دوه ورځې مخکې له طالب استازو سره د خبرو لپاره قطر ته لاړ.
که څه هم ځینې راپورونه وایی چې ښاغلی خلیل زاد د طالبانو د مشر له مرستیال ملا عبدالغنی برادر سره غیر رسمی خبرې کړی، خو لا تراوسه د دواړو خواوو د خبرو په اړه جزییات نه دی خپاره شوی.
امریکا تردې وړانډې له طالبانو غوښتی وو چې د سولې د هوکړې له لاسلیک کولو مخکې اوربند ومنی.
په قطر کې د طالبانو استازو په دې اړه له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کړی خو جزییات یې لا نه دی په ډاګه کړی.
په ورته وخت کې د ولسی جرګې پخوانی غړی محمد داوود کلکانی وایی، ممکن دا ځل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شی.
ښاغلی کلکانی زیاته کړه: «زما په باور د سولې د هوکړې د لاسلیک لپاره به زمینه برابره شی. که چېرې د سولې هوکړه لاسلیک شی ورپسې په بین الافغانی خبرې هم پیل شی.»
په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر د مشر ملا عبدالغنی برادر سره د زلمی زاد د خبرو په اړه مو د قطر دفتر د ویاند د نظر اخیستو هڅه هم وکړه خو کوم ځواب مو ترلاسه نه کړ.
امریکایی چارواکو او طالب استازو د ۲۰۱۸ میلادی کال د اکټوبر له میاشتې تر اوسه لس پړاوه خبرې کړی چې یوځل په عربی متحده عربی اماراتو کې او ۹ ځلې په قطر کې ترسره شوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.