د زمـان احمـدی د علنـی محـاکمـې غـوښتنه وشـوه

- ۱۳ دلو ۱۳۹۸

د زمان احمدی مدافع وکیل وایی، د هغه د موکل محاکمه چې مقدساتو ته په سپکاوی زندانی دی، باید علنی وشی.
که څه هم تمه ده چې په نږدې راتلوونکې کې د زمان احمدی څلورمه محکمه وشی، خو د هغه مدافع وکیل وایی، د محکمې غونډه باید علنی وی څو رسنۍ وشی کولای هغه په ژوندۍ بڼه خپره کړی.
د زمان احمدی مدافع وکیل عبدالاحمد جلیلی ازادی راډیو ته وویل: «دا غونډه باید علنی وشی څو خلک قضاوت وکړی، هغه ډول هم نه ده چې دوی فکر کوی، په ډېری ځایونو کې قاضیان او محاکم قانونی او ښې کړنې هم لری، دا غونډه باید خلک ووینی. «
و مو غوښتل په دې اړه د سترې محکمې نظر واخلوو خو د سترې محکمې ویاند د ازادی را‌ډیو اړیکه ځواب نه کړه.
زمان احمدی اووه کاله وړاندې په بامیان کې د بودا مجسمو په اړه د یوه لیکل شوی مطلب په تړاو چې ګوندې اسلامی مقدساتو ته یې توهین کړی، تورن او زندانی شوی.
هغه له دې وړاندې د افغانستان یوې محکمې په ۲۰ کاله بند محکوم کړی دی.
ښاغلی احمدی له دې شل کلونو اووه هغه یې په زندان کې تېر کړی دی خو وروسته له دې چې د نوموړی په اړه ځینو رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې عدالت غوښتنه وشوه، د لیندۍ یا قوس میاشتې په لومړیو کې د افغانستان سترې محکمې د هغه په اړه د محکمې شوې پرېکړه لغوه کړه.
احمدی له دې وړاندې په جدی میاشت کې ازادی راډیو سره په یوه مرکه کې وویل، د سترې محکمې له‌خوا د ده په تړاو د شوې پرېکړې په اړه تر بیا نظر ورکولو وروسته، د ده د خلاصون لپاره لار پرانېستل شوې ده.

mandegar

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.